IQNA

د فرانسې په ښونځي کې د سترمنو  زده کونکو د منلو لپاره د محکمې فیصله صادره شوې

17:16 - June 26, 2024
د خبر لمبر: 3489441
ایکنا – په مراکش کې د یوې محکمې د فیصلې په اساس،په مراکش ښار کې یو فرانسیسی ښونځی د هغه زده کونکې  منلو ته مجبوره شوی چې د هغې د حجاب او ستر په خاطر  له ښونځي څخه منع شوې وه.

ایکنانیوز  د  i۲۴news،  له قوله راپورراکړ، د مراکش محکمې د هغه  حجاب اچونکي  زده کونکې په ګټه فیصله کړې چې  په مراکش ښار کې له یوه فرانسوي ښونځي ته له واریدیدا منع کړئ شوې وه.

ددغې فیصلې په اساس دغه فرانسیسی ښونځی مجبوره شوی  دی چې دغې زده کونکې ته  اجازت ورکړي څو په حجاب لروسره په ښونځي کې حاضره شي.

 د   ځاي ویب سایټ  Hespress د راپور  په اساس، محکمې  خپله فیصله  په دې اساس صادره کړې ده چ ې د دیني لباس د اچولو د ممنوعیّت لپاره  په یوه متن مشتمله  د فرانسې او مراکش ترمینځ  د کلتوری ملګرتیا او پراختیا هیڅ موافقه  نشته.

د عدالت دغه فیصله د بشری حقوقو د فعالانو له نظره،د دیني آزادۍ او د حجاب او ستر لرونکو زده کونکو لپاره یو بریالیتوب  دی.

دغه ښونځی چې په مراکش کې د فرانسې له نمایندګۍ سره اړونده دی ، د فرانسې د زده کړې د قوانینو په اپوټه ئې  ددغې زده کونکې  د ستر او سکارف  په دالیل  ښونځي ته د هغې د واریدیدا مخنیوی کړی ؤ.

په عین حال کې په مراکش کې د اپيل دغه محکمې  هغې ته په حجاب سره ښونځي ته د واریدیدا اجازت ورکړی دی ، په داسې حال کې چې ددغې فیصلې په اجرا کې د ځنډ د هرې ورځې په بدل کې ئې د ښونځي  لپآره  5000 مراکشي درهم (503 ډالر )  جرمانه ټاکلې ده.

د م راکش بشری حقوقو  فعالانو ددغې فیصلې هرکلی کړی او دا ئې د بیان او د عقیدې د آزادۍ لپاره کامیابی بللې ده.د مراکش د بشری حقوقو ددفاع د اتحادئې مشر عادل چیکیتو په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د یوې حجاب لرونکې زده کونکې په باب دغه فیصله منصفانه ده او د دینی انتخاب او دعقیدې د آزادۍ لپاره یو بریالیتوب دی.

https://iqna.ir/fa/news/4223181

captcha